د عراق پارلماني ټاکنې د خلکو په پېکه ګډون او د بېباورۍ په فضا کې ترسره شوې. ګڼ ځوان رای ورکوونکي دغه ټاکنې د «پیاوړو ګوندونو ترمنځ د تېلو شتمنۍ د بیا وېش لپاره د یوې وسیلې» په توګه ګڼي.
رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې تر غرمې پورې د خلکو ګډون شاوخوا ۲۳ سلنه و. تمه کېږي، چې د یادو ټاکنو وروستۍ پایله به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

