د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دغه وزارت محتسبانو په روانه اونۍ کې د ښځو د حقونو اړوند ۶۳ قضیو ته رسېدنه کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې موده کې ۲۴۸ رواني ناروغان روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي او ۹ کوډګر نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاده موده کې یې ۱۲ دښمنۍ او ۲۰ شخړې هوارې کړې او له سوداګرو سره یې هم ۱۱۵ اصلاحي ناستې کړې دي.

