په لغمان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي خبر ورکړی، چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي، یاده پېښه نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۳مه) د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د ډرونټې تونل په سیمه کې شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د پېښې ټپيان د ننګرهار سيمهييز روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.

