د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې د کابل ـ جلالاباد لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند درونټې په سیمه کې د غره څخه د یوې لویې ډبرې غورځېدو له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
یادې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې دغه سیمه کې له غره څخه د نورو ډبرو غورځېدو جدي ګواښ شته؛ نو له همدې کبله دې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

