د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند سره د نوې سوداګریزې هوکړې خبر ورکړی دی. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، هغه به له هند سره داسې هوکړه لاسلیک کړي چې له پخوانیو هغو به توپیر ولري.
خو نوموړي د دغه هوکړې په اړه ډېر جزییات نهدي ورکړي. ټرمپ زیاته کړې، چې هند له روسیې نه د تېلو پېرل په تدریجي ډول دروي او «موږ به هم پر هند تعرفې راکمې کړو.»

