د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست پخوانۍ مشره د فساد او درغلۍ په تور نیول شوې ده

۵ ورځې مخکې

د اروپايي ټولنې څارنوالۍ ویلي، چې د بلجیم پولیسو د احتمالي فساد او درغلۍ د پلټنو په ترڅ کې د اروپا کالج او د اروپايي ټولنې د بهرني خدمتونو څانګه تالاشي کړې ده. د تالاشۍ پر مهال درې کسان نیول شوي دي.

د بلجیمي رسنیو د راپورونو له مخې، فدریکا موګریني چې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشره وه، د نیول شویو کسانو په ډله کې ده.

د اروپايي څارنوالۍ په وینا، پلټنې ښيي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د ځوانو ډیپلوماتانو د روزنیز پروګرام قرارداد په ورکولو کې د فساد، درغلۍ او د ګټو د ټکر جدي احتمال لیدل کېږي. څارنوالانو همداراز د څو نورو کسانو د سیاسي مصوونیت د لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

نور خبرونه

رادیو