د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي، هر هغه هېواد چې غېرقانوني نشهیي توکي امریکا ته لېږدوي، ښایي د برید هدف وګرځي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «هر څوک چې دا کار کوي او دا توکي زموږ په هېواد کې پلوري، د امریکا له برید سره به مخ شي.»
نوموړي دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې له کولمبیا څخه امریکا ته د کوکایین واردولو ته په اشارې کړې دي.
د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د ولسمشر دفتر بیا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

