د پنټاګون ویاند د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید «بریالی» وباله او ویې ویل، چې دغه برید د تهران اټومي وړتیاوې په بشپړ ډول لهمنځه وړې دي او د ایران اټومي پروګرام یې شاوخوا دوه کاله شاته کړ.
د هغه په وینا؛ په منځني ختیځ کې د امریکا د پخوانیو شخړو برعکس د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا عملیاتو یوه څرګنده موخه لرله.
د پنټاګون ویاند زیاته کړه:« موږ نور په نه ختمېدونکې جګړو کې ښکېل نه یو. موږ اوس یو روښانه ماموریت او یو روښانه پای لرو او دغه عملیات د دې خبرې ښه ثبوت دی.»

