د جي۷ غونډې په اجنډا کې د اوکراین او منځني ختیځ د سولې موضوع شامله ده

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د سې‌شنبې په ورځ په کاناډا کې د جي‌ ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د پیل په درشل کې وویل، چې د بحث اصلي موضوعات به د شمالي قطب امنیت، د اوکراین جګړه او په منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت وي.

انند د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د اوسني نړۍوال وضعیت «سیاسي او جیوپولیټیکي بدلونونو» ته په اشاره سره د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې غونډه کې «ډېر اغېزمن او رغنده غړی» دی.

د امریکا، کاناډا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران به د سې‌شنبې او چهارشنبې (د لړم ۲۰مه او ۲۱مه) غونډه وکړي.

سږکال د اسټرالیا، برازیل، هندوستان، سعودي عربستان، مکسیکو، سوېلي کوریا، سوېلي افریقا او د اوکراین د بهرنيو چارو وزیران هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې امریکا د کاناډا سره سوداګریزې خبرې ځنډولي ځکه چې د انتاریو ایالتي حکومت د تعرفو پر وړاندې یو تبلیغاتي اعلان خپور کړی و.

نور خبرونه

رادیو