ایران: که امریکا خپله تګلاره بدله کړي، تهران د خبرو اترو بیا پیل ته چمتو دی

۲ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که واشنګټن خپله تګلاره او دریځ بدل کړي، تهران د اټومي او سیاسي مذاکراتو د بیا پیل لپاره چمتو دی.

عراقچي ټینګار کړی، چې د خبرو اترو بریا د ټولو لوریو پر «عادلانه او متوازن چمتووالي’ پورې تړلې ده. هغه وویل: ‘که امریکا خپل چلند بدل کړي او د داسې توافق لپاره چمتو شي چې دواړو خواوو ته ګټه ولري، موږ هم د مذاکرې لپاره تیار یو.»

هغه دا څرګندونې له له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په یوې تازه مرکه کې کړې دي.

د عراقچي په خبره، د ایران پخوانۍ تجربه له واشنګټن سره «ښه نه وه»، خو د توافق دروازه لا هم په بشپړ ډول تړلې نه ده.

عراقچي په خپلو څرګندونو کې د (اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون) پر اساس د ایران ژمنتیا ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د جاپان په څېر د سوله‌ییزو موخو لپاره د اټومي ټېکنالوژۍ د کارولو حق لري.

هغه زیاته کړې: «ایران د سوله‌ییزو اهدافو لپاره د اټومي انرژۍ د کارولو قانوني حق لري، لکه څنګه چې جاپان هم د همدې چوکاټ لاندې له اټومي ټېکنالوژۍ څخه استفاده کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د اټومي تاسیساتو احتمالي ګواښونو ته اشاره کړې، لکه د وړانګو خپرېدو ګواښ، د چاودېدونکو توکو پاتې توکي او نور دوامداره ګواښونه.

هغه زیاته کړه، چې د هغوی هېواد د اټومي امنیت د لوړو معیارونو په درک کې «ډېره دقیقه تجربه» لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې د ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې واشنګټن لا هم ژمن دی چې د هرمز تنګی پرانیستی وساتي او د خلیج فارس پر انرژۍ د «ښکاره دوښمنانو» د واکمنۍ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په یاد سند کې د ایران ګواښ د پخوا پرتله کم مهم ښودل شوی دی.

د «۲۰۲۵ ملي امنیت ستراتیژیک» سند چې د پنجشنبې په ماښام د لیندۍ په ۱۳مه خپور شوی، د ایران د رول، د خلیج فارس د انرژۍ امنیت او د منځني ختیځ د ځایګي په اړه د امریکا نوې ارزونه وړاندې کوي.

امریکا په دې سند کې ټینګار کړی، چې د خلیج فارس د انرژۍ پر سرچینو د «ښکاره دوښمنانو» د واکمنېدو مخنیوی او د هرمز د تنګي پرانیستي پاتې کېدل، لا هم د متحده ایالاتو بنسټیزې ګټې دي.

له دې سره، په دې سند کې د ایران له لوري راولاړېدونکی ګواښ د تېر پرتله پیکه ښودل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو