د یونان سوېلي ټاپو ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي

۱۶ ساعتونه مخکې

د یونان د سمندري ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ۱۸ کډوال هغه مهال ډوب شول، کله چې د دوی کښتۍ د یونان د سوېلي ټاپو «خريصي» څخه ۴۰ کیلومتره لرې په سمندر کې چپه شوه. هغه زیاته کړې، چې دوه کسان له اوبو ژغورل شوي دي.

دغه کښتۍ لومړی د ترکیې د یوه بار وړونکي کښتۍ له خوا ولیدل شوه او هغوی د یونان چارواکي خبر کړل.

چارواکي زیاته کړه، چې ژغورل شوي کسان د «کریټ» ټاپو ته لېږدول کېږي.

یونان په ۲۰۱۵–۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالو د سترې څپې په لومړۍ کرښه کې و، چې په هغه کې د منځني ختیځ او افریقا له یو میلیون څخه ډېر کسان اروپا ته اوښتل.

که څه هم وروسته د کډوالو بهیر کم شوی و، خو په تېر یوه کال کې له لیبیا څخه د کډوالو د کښتیو په شمېر کې چټک زیاتوالی راغلی، په ځانګړي ډول د کریټ، ګاوډوس او خريصي په لور، دا هغه درې ټاپوګانې دي چې د افریقا څنډې ته نږدې دي.

له دې ډلې افغان پناه‌غوښتونکي هم شاته نه دي پاتې؛ هر کال ډېر افغانان د ترکیې او یونان پر سمندري لارو اروپا ته د تلو پر مهال د مرګ، نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د کډوالۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې نږدې ۴۵۵زره ناقانونه کډوال نیول شوي وو، چې ډېری یې افغانان او سوریایان وو.

دا په داسې حال کې دی، چې د روان کال د اکټوبر تر ۱۶مې نېټې پورې بیا دا شمېر له ۱۲۲ زرو پورته شوی دی.

نور خبرونه

رادیو