امانوېل مکرون: روسیه له اوکراین سره د سولې پر ځای د جګړې د پراخولو په لټه کې ‌ده

۱۶ ساعتونه مخکې

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې روسیه له اوکراین سره د سولې پر ځای د جګړې د پراخولو په لټه کې ده. روسیې تېره شپه د اوکراین د انرژۍ او ټرانسپورټ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

امانوېل مکرون د شنبې په مازدیګر (د لیندۍ ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «موږ باید پر روسیې فشارونو ته دوام ورکړو، څو سولې ته غاړه کېږدي. زه به د دوشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړم، څو د اوکراین له ولسمشر، د برېتانیا او جرمني له لومړي وزیرانو سره د روان وضعیت ارزونه وکړو او د امریکا د منځګړیتوب په چوکاټ کې د روانو خبرو په اړه بحث وکړو.»

مکرون یو ځل بیا له اوکراین څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده: «موږ به له امریکایانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو اوکراین ته د امنیت تضمینونه برابر کړو، ځکه له دغو تضمینونو پرته دایمي سوله ناشونې ده.»

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی: «په اوکراین کې چې څه روان دي، هغه د ټولې اروپا امنیت هم اغېزمنوي.»

نوموړي له دغو خبرو وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم ټلیفوني خبرې کړي او په ډاګه کړې یې ده، چې فرانسه غواړي له خپلو ټولو شریکانو سره په ګډه کار وکړي، څو شخړې راکمې او اوربند رامنځته شي.

امانوېل مکرون همداراز څرګنده کړې، چې د اوکراین د شخړې د حل په برخه کې او همداراز د اوکراینیانو او امریکایانو تر منځ د خبرو په چوکاټ کې به اروپا محوري رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې روسیې پرون شپه ناوخته (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) د ۶۵۳ بې‌پیلوټه الوتکو او د ۱۷ بالسټیک توغندیو په ګډون په ۵۱ کروز توغندیو سره د اوکراین پر ۲۹ سیمو برید وکړ او په اتو سیمو کې یې ډېره وراني کړې ده، خو ۵۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۲۹ کروز او یو بالسټیک توغندی په هوا کې شنډ کړای شوي دي.

په پاتې بې‌پیلوټه الوتکو او توغنديو سره د اوکراین انرژۍ، برېښنا، اوبو او ټرانسپورت تاسیسات په نښه شوي او ورسره د دغه هېواد د ځينو ښارونو برېښنا او اوبه پرې شوي او ټرانسپورتي سیستم هم ګډوډ شوی، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه په دقیق ډول څه نه‌دي ویل شوي.

روسیې بیا ویلي، چې اوکراین هم په لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو سره د روسیې خاوره په نښه کړې او په لومړي سر کې یې ۱۱۶ په هوا کې شنډې کړې. یوه بې‌پیلوټه چاودېدونکې الوتکه په ریازان سیمه کې پر یوه کور لګېدلې، خو له ورانۍ پرته یې چا ته د سر زیان نه‌دی اړولی.

د روسیې په ورونژ ښار کې بیا د دغو بریدونو له امله د تېلو یو ټانک، یو ښوونځی او څو کورونه هم زیانمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو