د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ملا هدایتالله بدري د غزني د زرکشانو د پولي میتال کان د اکشتاف، کېندنې او پروسس قرارداد له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک کړ. طالبانو زیاته کړې، چې دغه کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري.
د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د کانونو د مسلکي کېندنې په موخه له هغو شرکتونو سره قراردادونه وکړي، چې ښې وړتیاوې ولري.
دغه وزارت د نوي هوکړهلیک په اړه ویلي: «یاد کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د کانونو د غوره مدیریت او شفافیت لپاره یې هوکړهلیک له خېبر حسن شرکت سره لاسلیک شو.»
د طالبانو د کانونو وزارت یو ځل بیا ژمنه کړې، چې په دې سره به د کان کېندنې او تړونونو د لاسلیک په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ډېری مهال د کان کېندنې او قراردادونو په برخه کې پر طالبانو نیوکه کېږي، چې پروسه یې شفافیت نه لري، د حساب ورکولو پروسه یې نشته او په دې برخه کې غېر مسلکي چلند کوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ دی، خلک پوښتنه کوي چې د دې او ورته نورو کان کېندنو او قراردادونو ګټې به د ولس جېب ته ځي او که یوازې د واکمنې ډلې د دوام وسیله به ګرځي؟
خو طالبان بیا په خپلو ټولو خبرو او خبرپاڼو کې د روړنتیا ډاډ وړاندې کوي.

