د افغانستان د موی‌تای ټیم د اسلامي هېوادونو د لوبو په شپږم پړاو کې ګدون کړی دی

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د موی‌تای ټیم له دوو ورزشکارانو، یوه روزونکي او یوه ناظر سره د اسلامي هېوادونو د لوبو په شپږم پړاو کې ګډون کړی دی.

په دغو سیالیو کې محمد یوسف جهانګیر د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او سید حمید سادات د ۸۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د افغانستان استازي دي. همدارنګه، خلیل رسولي د ټیم د روزونکي په توګه او علي ظفر عاطفي چې یو نړۍوال موی‌تای داور دی، د «ای‌ټي‌او» (نړۍوال تخنیکي ناظر) په توګه په دغو سیالیو کې برخه لري.

تمه کېږي، چې د افغانستان ټیم د مډال ګټلو چانس لري او د هېواد د سپورټي کاروان لپاره به ویاړ راوړي.

نور خبرونه

رادیو