قزاقستان غواړي چې افغانستان ته د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي

۱ ساعت مخکې

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشر بایف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره بشري مرستې واستوي.

د قزاقستان دولتي اژانس د معلوماتو له مخې، دا ټلیفوني خبرې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) ترسره شوې دي. په خبرو کې بایف د وروستیو ویجاړوونکو زلزلو له امله د افغان ولس سره د خپل هېواد ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې قزاقستان به ډېر ژر کابل ته یو بشري ماموریت واستوي. په دغه بشري ماموریت کې به د درملنې متخصصین، درمل او اړینې مرستې شاملې وي.

امیر خان متقي د قزاقستان له حکومت څخه د افغان ولس د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه. نوموړي یادونه وکړه، چې د روان کال په لومړیو کې د قزاقستان له لوري د بشري مرستو دوه کښتۍ چې ټولټال ۳،۷زره ټنه توکي پکې شامل وو، افغانستان ته رسېدلې دي.

په خبرو کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه، چې د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کان‌کېندنې، فلزکارۍ او ډیجیټلي ټېکنالوژۍ په برخو کې ګډ کار ته پراختیا ورکړي.

د خبرو په پای کې دواړو وزیرانو د قزاق – افغان اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه او هوکړه یې وکړه، چې فعاله سیاسي اړیکې به دوام ومومي.

نور خبرونه

رادیو