عباس عراقچي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ

۵ ساعتونه مخکې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو دوام باندې ټینګار کړی او د سیمې د اغېزناکو هېوادونو په همکارۍ یې د شخړو د حل او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د ایران د منځګړتوب چمتووالي اعلان کړی دی.

عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق‌ ‌ډار سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو دوام اړین دی.

هغه د سیمې د اغېزناکو هېوادونو په همکارۍ د شخړو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ایران د هر ډول ملاتړ چمتووالي اعلان وکړ. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په ورته اړیکه کې د استانبول د خبرو د پایلو په اړه معلومات ورکړل او د سیمې په ثبات او سولې یې ټینګار وکړ.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د استانبول خبرې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي و چې خبرې په بشپړ ډول بن‌بست ته رسېدلې او اوس مهال د خبرو د بل پړاو کوم پلان نه شته. هغه زیاته کړې وه: «زموږ د خالي لاسونو سره راستنیدل دا ښيي چې حتی منځګړي هم پر طالبانو باور نه لري.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د استانبول د خبرو د ناکامۍ تایید کړی او ویلي یې دي چې طالبان به هېڅ کس ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو