د اوکراین ډرون برید د روسیې سوېلي لوېدیځ وورونژ ښار په ځینو برخو کې لنډمهاله د بریښنا او مرکزګرمۍ ګډوډي رامنځته کړې، خو حکومتي چارواکي وايي، چا ته زیان نه دی رسیدلی او وضعیت بیرته عادي شوی دی.
د وورونژ والي الکساندر ګوسیو ویلي چې څو ډرونونه د الکترونیکي جګړې سیسټمونو لخوا شنډ شوي، چې په یوې خدماتي ودانۍ کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه یې۴۴ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي، خو په وورونژ سیمه کې یې مشخص معلومات نه دي ورکړي.
اوکراین وايي چې دغه بریدونه یې د ځان د دفاع قانوني اقدامات دي، په داسې حال کې چې مسکو یې ترهګري بولي.

