په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې د زلزله ځپلو لپاره د یاد هېواد مرسته نن د شنبې په ورځ کابل هوايي ډګر ته ورسېده او د طالبانو تر واک لاندې سرې میاشتې او سور صلیب او سرې میاشتې فدراسیون ته یې تسلیم کړې ده.
د جاپان سفارت ویلي، چې په یاده مرسته کې کمپلي او نور اړین توکي شامل دي.

