د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او دارې مرستیال محمد نعیم وردګ وایي، طالبان پوهیږي چې د پاکستاني نظام دننه ځینې کړۍ هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړي او د استانبول خبرې اغېزمنې کړي.
نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي:« طالبان د روان وضعیت په دقت او هر اړخیز تحلیل سره مذاکراتو ته دوام ورکوي، خو په خپلو خلکو او خاورې هر تیري ته به مناسب او پر وخت ځواب ورکوي.»
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان له خوا پر افغانستان د تیرې ورځې برید ته په غبرګون کې طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په استانبول کې د مذاکراتو په احترام یې د پاکستان برید ته ځواب ندی ورکړی.

