د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په واشنګټن کې د «منځنۍ اسیا – امریکا» ناستې د دوهمې سرمشریزې په څنډه سره کې لیدلي او د همکاریو د نوې مرحلې د پیل ژمنه یې کړې.
دواړو مشرانو د اقتصاد، پانګونې، انرژۍ، کرنې، ترانسپورت او ټکنالوژۍ په برخو کې د ګډو پروژو پر پراختیا خبرې کړي.
ټرمپ وویل چې واشنګټن تاجکستان د منځنۍ اسیا یو باوري شریک بولي او غواړي امریکایي پانګونه په دغه هېواد کې زیاته شي.
ښاغلي رحمان ویلي چې تاجکستان د امریکا له همکارۍ سره ژوره علاقه لري او د هغو پروژو هرکلی کوي چې دواړو لورو ته ګټه ورسوي.
په دې لیدنه کې د امنیتي همکاریو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي پر موضوعاتو هم خبرې وشوې.

