له نن ورځې وروسته به د کابل عیدګاه جومات کې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کیږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په تاریخي او ستر عيدګاه جامع جومات کې نن په رسمي توګه په جماعت سره د پنځه وخت لمونځ د ترسره کولو بهیر پیل شو.

یاد دفتر زیاتوي، چې د دغه جامع جومات د پرانېستنې په لومړۍ ورځ، د طالبانو د کابل والي امين‌الله عبيد هم د نن ورځې د جمعې په لمانځه کې ګډون درلود.

د کابل والي په خپلو خبرو کې د سنت پر ژوندي ساتلو او د جوماتونو د رول په اړه چې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي، ورورولۍ او ديني ارزښتونو د پياوړتيا لامل ګرځي، ټينګار کړی دی.

نوموړي دا هم وویل، چې د پنځه وخته لمونځونو په جماعت سره ترسره کول د ديني او ټولنيزو ارزښتونو د بيا راژوندي کولو په لور يو مهم ګام دی.

د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې دا کړنه د خلکو له لوري ستایل شوې او ډېری کابل ښاريان دا اقدام د دیني روحيې د پياوړتيا او د اسلامي يووالي د تحکيم لپاره ارزښتناک بولي.

تېره ورځ د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د کابل تاریخي عیدګاه جومات به له دې وروسته د ښار د یو فعال جامع جومات په توګه فعالیت کوي او د پنځه وخته لمونځونو لړۍ به پکې په منظم ډول ترسره کېږي.

تر دې وړاندې به د عیدګاه جومات دروازې یوازې د اخترونو د لمونځونو او فاتحو پر مهال د خلکو پرمخ پرانیستل کېدې، خو اوس به دا جومات د ښار د نورو جامع جوماتونو په څېر د لمونځ کوونکو پر مخ هره ورځ خلاص وي.

دا جومات د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد د خپلواکۍ د بیا ګټلو د اعلان یو ځای پاتې شوی او د ملي تاریخ یوه مهمه نښه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو