د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې قزاقستان په رسمي ډول د ابراهیم تړون سره یوځای کېږي. ټرمپ دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له مشرانو سره تر لیدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
ټرمپ وایي، قزاقستان لومړنی هېواد شو چې د هغه د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د ابراهیم تړون سره یوځای کېږي. هغه زیاته کړه، د ابراهیم تړون کې د قزاقستان غړیتوب په نړۍ کې د سولې، همکارۍ او سوکالۍ د ودې لپاره یو لوی ګام دی. ټرمپ وویل، چې نور هېوادونه به هم ډېر ژر د ابراهیم تړون سره یوځای شي.
دا هغه تړونونه دي، چې د اسراییل او د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کولو لړۍ پرمخ وړي.

