د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر او کورنیو چارو وزیر یې لګېدلي بندیزونه لرې کړل

۶ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر احمد الشرع لګېدلي بندیزونه لرې کړي دي. ټاکل شوې چې نوموړی د راتلونکې دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې هم وګوري.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دغه پرېکړه‌لیک چې د امریکا په وړاندې کولو سره تصویب شوی، د سوریې د کورنیو چارو پر وزیر انس خطاب هم لګېدلي بندیزونه لرې شوي دي. له دغه پرېکړه‌لیک څخه له ۱۵ غړو څخه ۱۴ غړو د ملاتړ رایې ورکړي، خو یوازې چین له رایې ورکولو ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو