د بلجیم د بروکسل نړۍوال هوايي ډګر د سېشنبې په ماښام د یوې بېپیلوټه الوتکې تر لېدنې وروسته وتړل شو. د بلجیم د هوايي ټرافیک ادارې او د هوايي ډګر ویاندې ویلي، چې تر بلې خبرتیا پورې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ یوه بېپیلوټه الوتکه د ځایي وخت د ماښام په اووه بجو د بروکسل هوايي ډګر په شاوخوا کې لیدل شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله د هوايي ډګر فعالیت وځنډېده. دارنګه د بلجیم لییژ هوايي ډګر هم د ورته ستونزې له امله تړل شوی دی.
له بل پلوه تېره میاشت د ډنمارک کوپنهاګن او د ناروې اوسلو هوايي ډګرونه هم د ډرون تر لیدو وروسته په لنډمهالي ډول تړل شوي وو او تېره اوونۍ د بلجیم د یوې پوځي اډې په سر هم ډرونونه لیدل شوي وو.

