امریکا سعودي عربستان ته د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو په اړه ارزونه کوي

۱۲ ساعتونه مخکې

رویټرز خبري ازانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د سعودي عربستان د ۴۸ پرمختللو اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنې په اړه ارزونه کوي. دغه راپور واشنګټن ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خبر سره هم‌مهاله خپور شوی.

رویټرز په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د دغه جنګي الوتکو احتمالي پلور کولای شي د امریکا په پالیسیو او همدارنګه د منځني ختیځ په پوځي توازن کې د پام وړ بدلون راولي او دا به د واشنګټن د اوږدمهاله سیاست ازموینه وي.

نور خبرونه

رادیو