د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغې زلزلې له امله د مزارشریف ښار له یو شمېر بلاکونو ځينو کسانو ځانونه راغورځولي او له امله یې لاس او پښې یې ماتې شوې او هغوی پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړی سره له دې چې د دغو ژوبل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې روانې دي.
له دې سره سم، د تاشقرغان چې د زلزلې مرکز ته نږدې ګڼل کېږي، یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، دمګړی په یاده ساحه کې ګردونه دي او داسې ښکاري، چې کوم غر ښوېیدلی، خو لا تر اوسه هېڅ یوې رسمي سرچینې د غره د ښوېیدو پخلی نه دی کړی.
افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د دغې زلزلې د شدت کچه لوړه ښکاري او ځينو مزار مېشتو هم ویلي، چې په دې زلزله کې یې د کورونو په دېوالونو کې درزونه پیدا شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې نن شپه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۲:۵۸دقیقو د ۶ اعشاریه ۳ درجې رېښټر په کچه زلزلې د افغانستان د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونه او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه لړزولي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د راپور لهمخې، د دغې زلزلې مرکز «خُلم» ولسوالۍ بلل شوې او تر ځمکې لاندې په ۲۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو لهمخې، دغه زلزله له افغانستان سربېره په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.
لا تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتي احتمالي تلفاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

