اروپايي ټولنه په فرانسه کې د افغانانو د سختدریځه تملایلاتو څېړنه کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

وروسته له هغه چې د افغان وګړي «ملا صدام» د مړینې مراسم د فرانسې په رېنس ښار کې ترسره شول، اروپایي امنیتي ادارې د دغې غونډې د ماهیت او د پاکستاني طالبانو غورځنګ د نفوذ په اړه څېړنې پیل کړې دي.

ملا صدام هغه افغان و، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی و. د راپورونو له مخې، ملا صدام، د کندز ولایت د درېیمې ناحیې اوسېدونکی او د عبدالـباقي زوی او د تحریک طالبان پاکستان غړی بلل کېده.

نوموړی له درېیو نورو افغانانو سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د خېبرپښتونخوا باجوړ په ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، دغه پېښه ددې څرګندونه کوي چې د دې هېواد پر ضد د ترهګریزو بریدونو ډېری سرچینې لا هم له افغان خاورې تغذیه کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، ټي‌ټي‌پي له افغانستانه د نفوذ او پټېدو لپاره د خوندي ځای په توګه کار اخلي او وروستي عملیات د همدې تګ راتګ د مخنیوي په موخه ترسره شوي. خو د ملا صدام د مړینې او د فاتحې مراسم په فرانسه کې هم ترسره شوي چې د اروپايي ټولنې پام راړولی دی.

د فرانسې امنیتي ادارې وايي، دوی څېړنه کوي چې دغه غونډه د افراطي فکر د ترویج په موخه ترسره شوې وه او که یوازې مذهبي بڼه یې لرله.

په داسې حال کې چې د ملا صدام او د هغه د ملګرو وژل د پاکستاني ځواکونو لپاره یو مهم اقدام بلل کېږي، کارپوهان وايي چې اصلي ننګونه د هغو نړیوالو شبکو په مهارولو کې ده، چې د افراطي فکر د دوام او ملاتړ لپاره کار کوي.

نور خبرونه

رادیو