طالبانو په غور او بلخ ولایتونو کې د «اخلاقي فساد او الکولي مشروباتو» د لېږد په تور د دوو ښځو په ګډون ۵ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) په دوو جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې یاد کسان هر یو په ۳۹ ـ ۳۹ دُرو محکوم شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، د سزا د تطبیق پر مهال د محکمې رییس، قضايي غړو، سیمهییزو چارواکو او ولسي وګړو حضور درلود.
په بلخ کې د طالبانو د ابتدایي محکمې مشر په خپلو خبرو کې خلکو ته د محکمو د پرېکړو د عادلانهتوب ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د رشوت او اداري فساد د لهمنځه وړلو لپاره خلک کولی شي همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو او نړۍوالو مخالفتونو سره سره، طالبان نږدې هره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان په دُرو وهي.

