کریملین د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته چې پوټین باید د توغندیو ازمویلو پرځای د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، وویل چې مسکود خپلو ملي ګټو پر بنسټ ګامونه اخلي.
د کریملین ویاند وویل چې د بوریویسټنیک توغندي د ازمویلو په تړاو داسې څه نه و چې له واشنګټن سره اړیکې تر فشار لاندې راولي.

