طالبانو د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې ۱۰ طرحې تایید کړې

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا قتصادي معاونیت وايي چې اقتصادي کمېسیون په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید کړې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ، د لړم ۴مه، وویل، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې پنځه پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې لس پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې پنځه پوړیز مارکیټ ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې اته پوړیز سوداګریز مارکیټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې اته پوړیز سوداګریز مارکیټ طرحې تر بحث لاندې راغلي دي.

په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلا اباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام کلا سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول هم شامل دي.

د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د قوریې جوړول بله طرحه ده چې په دې غونډه کې تایید شوې ده.

یاد معاونیت وايي، چې د پانګونې دغه طرحې د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په هراړخیز ډول څېړل شوې او د تایید په موخه د طالبانو اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې وې.

دغه طرحې د وروستۍ تصمیم نیونې لپاره د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته لېږل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو