طالبان وایي، د خوست په نادر شاه کوټ کې د ۱۵۵مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵پروژې پیل شوې

۱ ساعت مخکې

خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز وایي، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۶۵بېلابېلې رغنیزې او پراختیایي پروژې پیل شوې چې ټول ټال ارزښت یې ۱۵۵ مېلیونه افغانۍ کېږي. هغه وایي، دغه پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، سړکونه، پلچکونه او د اوبو رسونې شبکې شاملې دي.

د نوموړي په وینا؛ د دغه پروژو د پلي کېدو بهیر کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدا راز به ۷۹۰۰کورنۍ ترې برخمنې شي.

نور خبرونه

رادیو