د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني وايي، چې په دغه ولایت کې د مزارشریف-حیرتان پر لویه لار د یو کرولا ډوله او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله لس تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي.
د شپږو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وايي چې جدي ټپیان د ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

