د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو ریاست ویلي، چې د ژمي موسم له پیل سره پر کابل سربیره په یو شمېر سړو سیمو کې د سون توکو د اړتیا پوره کولو په موخه په لوړ کیفیت او ارزانه بیه د ډبرو سکرو د پلور لړۍ پیلوي.
دغې ادارې د ډبرو سکرو د بیو او وېش د مرکزونو په اړه جزییات نه دي شریک کړي.

