د خوست د مرکزي زندان لپاره د طالبانو مشر مولوي ذبیح الله طلحه وايي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې په دغه ولایت کې ۱۸۵ بندیان خوشې کړي او د ۲۹۱ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.
طالبانو دا نهدي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو بندیان وو.

