د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې په هرات کې د «بسمالله صدیقي» خیریه بنسټ په همکارۍ د ۶۰ ځوانو جوړو ډلهییز واده ترسره شو. د واده ټول لګښت چې له یو لک ډالرو زیات اټکل شوی، د یاد خیریه بنسټ لهخوا ورکړل شوی دی.
یو شمېر ګډونوالو ویلي، په ډېر کم لګښت د دغه ډلهییز واده په مرسته یې د ګډ ژوند پیل اسانه شوی او دغه اقدام یې د تشریفاتو او بېځایه لګښتونو پر وړاندې یو مثبت ګام بللی دی.

