د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د رسنیو او عامو وګړو د بیان ازادي په بشپړه توګه لهمنځه وړې ده. دغه بنسټ وایي، د دې ډلې په واک ته رسېدو سره خبریالان له سانسور، شکنجو، زنداني کېدو او بدو حالاتو سره مخ شوي.
په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو استخباراتو ریاست ترڅنګ د امربالمعروف وزارت له رسنیو جدي څارنه کوي او پر طالبانو هر ډول کوچنۍ نیوکه د خبریالانو د نیول کېدو او شکنجې لامل کېدای شي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي وایي: «طالبان افغان خبریالان اړ باسي، چې یوازې وار دمخه د دوی له لوري تایید شوي او ورته له خطره خالي راپورونه خپاره کړي. هر څوک چې له سرو کرښو واوړي، د خپلسرو نیونو او شکنجو سره مخ کېږي.»
هغې زیاته کړه، چې ټول خبریالان زیانمن شوي؛ خو ښځې تر ټولو ډېرې قرباني شوې دي.
شکنجه او محاکمه
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ادارې خبریالان د جاسوسۍ، له مخالفو ډلو او نړۍوالو یا جلاوطنه رسنیو سره د اړیکو تر څنګ د داعش خراسان یا د طالبانو د مشرانو د داخلي اختلافاتو په اړه د راپورونو د خپرولو په تړاو نیسي.
راپور زیاتوي، چې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي د رسنیو دفترونه او د خبریالانو کورونه تالاشي کوي، موبایلونه او کمپیوټرونه یې ضبطوي او د اړیکو نوملړونه یې پلټي. یوشمېر خبریالانو ویلي، یوازې په دې تور هم نیول شوي چې له رسنیو سره یې خبرې کړې وې.
د راپور له مخې؛ طالبان د نیول شویو خبریالانو په شکنجه کې له فزیکي تاوتریخوالي کار اخلي. ځینو خبریالانو څرګنده کړې، دومره وهل شوي چې د هغوی د غاښونو او د مخ هډوکي مات شوي دي. همدارنګه د نیول شویو خبریالانو ازادي کله ناکله په دې پورې مشروطه شوې، چې نور د خبریالۍ دندې ته دوام ورنهکړي. یو خبریال وویل: «هغه کسان چې خوشې شوي، لاهم له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي».
راپور وایي، چې د طالبانو پر ضد د انتقادي راپور خپرول د جاسوسۍ په تورونو تمامېږي او په ځینو مواردو کې خبریالان د اجباري ورکېدو قرباني شوي او کورنیو یې په میاشتو، میاشتو ورسره اړیکې نه دي شوې.
پر ځان جبري سانسور
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا؛ افغانستان کې ډېری خبریالانو پرېکړه کړې، چې یوازې رسمي پروګرامونه، ډیپلوماټیکې لیدنې، خبري کنفرانسونه او دولتي پروژې تر پوښښ لاندې راولي. راپور کې د کابل دننه د یو فعال خبریال په حواله لیکل شوي: «زه یوازې د دې لپاره چې د طالبانو امر مې نهدی منلی، دوه ځلې نیول شوی یم».
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څو ځلې د رسنیو دفترونه تالاشي کړي او خبریالان یې د ویډیوګانو له ثبت او د خلکو له انځورونو اخیستلو نه منعه کړي دي. د دغه وزارت محتسبان باور لري، چې د انسان یا ساه کښو څېزونو انځورونه په اسلام کې «حرام» دي.
د یو هرات مېشتي خبریال په حواله زیاته شوې: «له یو لړ کلتوري مراسمو وروسته موږ ته یوازې دغه اجازه راکړل شوه، چې د تش تالار عکسونه خپاره کړو او راته وویل شو چې هېڅ څېره نهشو ښودلای.»
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې طالبانو خبریالان اړ کړي؛ څو د «طالبانو پر ځای د اسلامي امارت» نوم دغې ډلې ته وکاروي.
د چلند بېلابېل ډولونه
دغه بنسټ ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو شدت په ټولو ولایتونو کې یو شان نهدی او هر ځای د سیمهییزو چارواکو تګلارې سره توپیر لري. راپور زیاتوي، چې په کندهار کې څارنه ډېره سخته ده؛ خو په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د فشار کچه هم توپیر لري.
یو خبریال وایي، چې «پنجشېر ته تلای شي؛ خو څارل کېږې او که مخکې له مخکې همغږي ونهکړې، د راپور اجازه نهلري.» راپور کې مخکې لیکل شوي، چې د ډیورنډ کرښې او ایران سره د پولې په تړاو هر ډول راپور چمتو کېدو لپاره خبریالان اړ دي؛ څو له طالبان ځانګړې اجازه واخلي.
سربېره پر دې، راپور څرګندوي، چې د قومي لږکیو، په ځانګړي ډول د هزاره خبریالانو سره چلند لا سخت دی. یو هزاره خبریال ویلي: «کله چې نیول شوی وم، د طالبانو د استخباراتو افسر راته وویل، یو هزاره زوی څنګه جرات کوي، چې زموږ پر ضد خبرې وکړي؟ موږ له امریکایانو جګړه وګټله، ته څوک یې؟ موږ هر وخت کولای شو تا له منځه یوسو.» راپور زیاتوي، چې د طالبانو استخبارات په هزاره مېشتو سیمو کې تر نورو ځایونو ډېر فعال دي.
همدارنګه، طالبانو د شیعهګانو مذهبي پروګرامونه هم منعه کړي دي. یو خبریال چې د یو شیعه عالم په اړه یې راپور جوړاوه، وایي: «کله مې چې د طالبانو له چارواکو د نظر غوښتنه وکړه، له ګواښه ډک پیغامونه مې ترلاسه کړل چې که راپور خپور کړم، نو په ډبولو ډبولو به مې ووژني.»
د جلاوطنه خبریالانو وضعیت
یاد سازمان ویلي، چې لسګونه افغان خبریالان په پاکستان او ترکیه کې له جدي ګواښ سره مخ دي. په پاکستان کې ډېری خبریالان له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنېدو وېره ورسره ده.
په ترکیه کې هم جلاوطنه خبریالان د کار اجازه نهلري او هلته ورته د دایمي استوګنې هېڅ ډول اسناد نهدي ورکړل شوي، چې ژوند یې له سختو کږلېچونو سره مخ دی. د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې له یادو هېوادونو څخه د افغان خبریالانو ډیپورټ جدي مساله ده او ښايي د شکنجو تر څنګ افغانستان کې ووژل شي.
نړۍوالې ټولنې ته خبرداری
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که نړۍواله ټولنه ژر اقدام ونهکړي؛ نو افغانستان به په یو بېغږه هېواد بدل شي.
دغه بنسټ له سیمې او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د جبري اېستل کېدو لړۍ دې بنده کړي او له طالبانو وغواړي چې د خبریالانو نیونې، شکنجې، د ښځو محدودیتونه او د رسنیو سانسور پای ته ورسوي.
د راپور له مخې؛ د دې څېړنې لپاره ۱۸مرکې د افغانستان دننه خبریالانو او همدا راز ۱۳مرکې په ترکیه کې له افغان خبریالانو او د کډوالو له بنسټونو سره په مخامخ ډول شوي دي.

