د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي همداراز ویلي، چې افغانستان ته د ایران د صادراتو په کچه کې د دغه زیاتوالي سره د دواړو هېوادونو د صادراتو کچه ۱،۱۵۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې. روستایي ویلي، د صادراتو ارزښت ۷ سلنه او د وزن کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې چې ټول صادرات یې ۳زره او ۲۴ټنه اټکل شوي دي.
د هغه په وینا؛ د ایران له لوري افغانستان ته د صادرېدونکو مهمو توکو په نوملړ کې تېل، ګاز، اوسپنه، فولاد، سمنټ، خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات شامل دي. وچه مېوه، کیمیاوي بوټي، حبوبات او ځینې نور توکي ایران ته د افغانستان په صادراتو کې شامل دي، چې د چارواکو په وینا په هغه کچه کې هم یو څه زیاتوالی راغلی دی.
د راپورونو پربنسټ؛ افغانستان د ایران پنځم صاداراتي هېواد دی. وړاندې طالبانو ویلي و، چې ایران د افغانستان تر ټولو ستر سیمهییز سوداګریز شریک دی.
په ورته وخت کې د دوغارون د ازادې سوداګرۍ سیمې رییس محمدرضا مودودي ویلي، چې د ایران تر نیمايي زیات صادارات د دغه بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. دغه ایراني چارواکي ویلي، هر کال له دې لارې د کابو ۳.۲ مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادرېږي چې دا د افغان بازارونو لهخوا د ایراني محصولاتو د لوړې تقاضا څرګندونه کوي.

