قطر مردف علي مردف القاشوطي په افغانستان کې خپل نوی سفیر اعلان کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني په یوه تازه فرمان کې مردف علي مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دغه هېواد د فوق‌العاده او باصلاحیته سفیر په توګه اعلان کړی دی. نوموړی له دې وړاندې په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالی و.

د قطر د امیر دفتر د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، د یو لړ فرمانونو له مخې د څو هېوادونو لپاره نوي سفیران اعلان کړل، چې په هغو کې افغانستان ته مردف القاشوطي د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی.

القاشوطي له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د قطر د سفارت چارې پر مخ وړلې، او د طالبانو له حکومت سره یې د ډېپلوماټیکو اړیکو د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د قطر د امیر له لوري خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې القاشوطي ته د فوق‌العاده او باصلاحیته سفیر رسمي مقام ورکړل شوی او دا پرېکړه د حکم د خپرېدو له نېټې څخه نافذه ده.

قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې د افغانستان په چارو کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

یاد هېواد د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی.

په همدې فرمان کې د قطر امیر د سوریې، مصر، ترکمنستان، وینزویلا، برونای، بلجیم او هنګري لپاره هم نوي سفیران ټاکلي دي.

نور خبرونه

رادیو