د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي چې د ۱۴۰۴ کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.
د یاد ریاست په وینا، په وېشل شویو پاسپورټونو کې ۹۲۰ سوداګریز او شاوخوا ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونه هم شامل دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند عمري لوګري نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، وویل، چې د پاسپورټونو مراجعین کولی شي د کابل په ګډون په ټولو هېوادونو کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.
نوموړي وویل، چې د ۹۲۰ سوداګریزو او ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونو په ګډون په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۵۲۸ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
دا شمېر په داسې حال کې خپریږي چې د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلی و، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی.
د سرچینې په وینا، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د روان کال په وري په میاشت کې اعلان وکړ، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي چې د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې د ممنوعالخروج په توګه تثبیت شوي وي. دغه ریاست زیاته کړې وه، چې هغو کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکول کېږي، چې محکمې په جزايي، مدني یا سوداګریزو قضیو کې محکوم ګڼلي وي.
د دوی په دې محدودیتونو کې هغه ماشومان هم شامل ول، چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.

