د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو هویت کارتونه اخېستي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو نه له دې امله د هویت کارتونه اخېستي،

یاد وزارت پرېکړه کړې چې ټول کارکوونکي باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، یاد وزارت پرېکړه کړې چې ټول کارکوونکي باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې برابرې کړي او که د کوم کارکوونکي ظاهري بڼه د اسلامي شریعت له اصولو سره سمون ونه‌لري، نو د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکي به ترې هویت کارت بېرته واخلي.

یاده پرېکړه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کولو په موخه شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې ځینو کارکوونکو ته به د «اصلاح» د تضمین تر اخېستلو وروسته کارتونه بېرته ورکړل شي او د بیا ځلي تکرار په صورت کې به له کړنلارو سره سم له دندو منفک شي.

دغه وزارت همدغه راز زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د کارکوونکو د معنوي روزنې او د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب د منظم پلي کولو لپاره د میکانیزم د چمتوکولو په هکله هم خبرې اترې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو