د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې ددې ډلې له بیاځلي واکمنېدو راهسې د ملاهبت الله د فرمانونو پر بنسټ ۱۹ زره او ۹۹۸ زندانیانو ته بښنه او یا تخفیف ورکړل شوی.
په دې موده کې ۱۵۵۵ افغان بندیان له ایران، کویټ او اذربایجان څخه هېواد ته را لېږدول شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي ټلوېزیون د خبر له مخې، د زندانونو د چارو د سمون ادارې په دې موده کې له ایران څخه د رااستول شویو ۵۸۳ بندیانو او له اذربایجان څخه د را لېږدول شویو ۸ بندیانو اسناد د ارزونې په موخه سترې محکمې ته لېږل شوي، چې له دې ډلې ۱۶۴ بندیان ازاد شوي دي.
د طالبانو زندانونو چارو د سمون ادارې په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې یې د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره ۲۶ زره او ۸۸۴ شخصي دوسیې ترتیب کړې دي.
د یادې ادارې د شمیرو له مخې، اوسمهال د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې ۸ ښوونځي او ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي، چې د بندیانو لپاره ښوونیز او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دې ادارې ویلي، چې د هېواد په ټولو زندانونو کې یې د بندیانو لپاره د سواد زدهکړې پروګرامونه پيل کړي او اوسمهال یې ۵ زره او ۸۸۹ پرسونل او بندیان په زدهکړو بوخت دي.
یاده اداره زیاتوي، چې د کتابتونونو فعالول یې له نورو مهمو لاستهراوړنو څخه دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۹ زره او ۹۵۲ جلده بېلابېل کتابونه د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې وېشلي دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې بندیانو ته یې څه ډول کتابونه وېشلي دي، خو دې ډلې په ازاد مارکیټ او کتابپلورنځیو او کتابتونونو کې پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګولي او ځینې یې له کتابپلورنځیو راټول کړي دي.
ډېری دغه کتابونه له دې امله له کتابتونونو او کتابپلورنځیو ټول شوي، چې محتوا او یا د محتوا یوه برخه یې ددې ډلې له سیاستونو سره په ټکر کې ګڼل شوې.

