پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو ورځو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو ۱۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي، تر ۱۴زره ډېرو کډوالو پنډغالي پرېښي او پاتې کډوال به په څو پړاوونو کې واېستل شي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، چې په تېرو پنځو ورځو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او د کراچۍ ښار پنډغالي له افغان کډوالو خالي شوي دي. د ورځپاڼې په وینا؛ دغه عملیات (د اکتوبر په ۱۵مه نېټه) پيل شوي، چې په دې لړ کې تر اوسه له ۳۰۰۰ کورونو څخه ۱۲۰۰یې ویجاړ شوي دي.

