په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې له روسیې سره د بانکي همکاریو په اړه خبرې اترې کوي. د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې د روسیې د «میر» بانکي کارت د کارولو د امکان په اړه روانې دي.
د «میر» بانکي شبکه په روسیه کې د دغه هېواد د مرکزي بانک لهخوا رامنځته شوی یو تادیاتي سیستم دی، چې د نړۍوالو تادیاتي شبکو لکه «ویزا» او «ماسټر کارډ» پر ځای کار کوي. په مسکو کې د طالبانو سفیر زیاتوي، د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د روسیې «میر» کارت وکاروي، ځینې عملي چارې ترسره شوې دي، خو خبرې اترې لا هم روانې دي.
هغه د روسیې له ایزوستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د دې پروژې پلي کېدل به له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي. د ایزوستیا ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې دا مهال د دې پروژې د پلي کېدو یو خنډ د خودکار بانک ماشینونو (ATM) نشتوالی دی، ځکه اوس په افغانستان کې د دغه ماشینونو شمېر خورا کم دی.
د روسیې د «میر» بانکي شبکې د کارونې یوه موخه دا ده، چې مالي راکړې ورکړې د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې خوندي پاتې شي. ایران چې هغه هم د نړۍوالو بندیزونو لاندې دی، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې له روسیې سره د «میر» کارت د کارولو هوکړهلیک لاسلیک کړې وه.
ګل حسن په خپله مرکه کې زیاتوي، د طالبانو اداره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د روسي ګرځندویانو د جذب لپاره بېخنډه مالي راکړې ورکړې ته اړتیا لري. ایزوستیا ورځپاڼې لیکلي، د روسي «میر» کارت له لارې د تادیاتو د پروژې پلي کېدل کولای شي د طالبانو د حکومت لپاره یو مهم ګام وي؛ څو د مالي انزوا له کړکېچه ووځي.
روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمي ډول د حکومت په توګه پېژندلې ده.

