د بې‌وزلۍ اوج؛ طالبانو په ننګرهار کې ۹۰تنه ماشومان له سوالګرۍ منعه کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې ۹۰تنه هلکان او نجونې راټول کړي او له سوالګرۍ یې منعه کړي دي. دوی وایي، دغه ماشومان یې تر بایومټرېک وروسته مرستندویه ادارو ته ور پېژندلي دي.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ به بېلابېلې مرستندویه ادارې له دغه ماشومانو سره د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي. ویل شوي، چې د دوی د ټولنیز ملاتړ لپاره به دوامداره هڅې وشي. طالبان داسې مهال دغه ماشومان ننګرهار کې له سوالګرۍ منعه کوي، چې په هېواد کې د همدې ډلې په واکمنېدو سره د فقر کچه خورا لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د یوشمېر نړۍوالو ادارو راپورونو ښودلې، چې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان اړ کړي چې د سختې لوږې له امله په ښارونو او بازارونو کې خیراتونه وغواړي. طالبانو د مخکېني جمهوري نظام د امنیتي منسوبینو سربېره سلګونه زره پخواني دولتي مامورین هم له دندو ګوښه کړي دي. دغه ګوښه شویو کسانو نیوکې کړې، چې کورنۍ یې له سختې لوږې سره مخ دي.

له دې ډلې ځینو یې د روزګار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادنو په ځانګړې توګه ایران ته مخه کړې؛ خو هلته یې د کډوالو ضد تګلارو له کبله ژوند له کړاوونو او کږلېچونو سره مخ دی او ډېری یې بېرته په ظالمانه توګه اېستل شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو