په برېټانیا کې یو افغان کډوال ماشوم چې چارواکو ورته په تېروتنه کې عمر له ۱۸کالو څخه ډېر اټکل کړی و او محکمې کې تر عارض کېدو وروسته ورته حکومت ۲۵زره پونډه تاوان ورکړ.
د برېټانيا د کډوالۍ او پناه غوښتنې محکمې ويلي، چې د دغه افغان ماشوم د زېږېدو نېټه چې ده خپله ښودلې وه سمه ثابته شوې او نوموړی برېټانیا ته د ورتګ پر مهال ۱۷کلن و. ياد افغان ماشوم د کښتۍ له لارې برېټانيا ته رسېدلی او د ده د پناه غوښتنې دوسيه لا هم په جلا توګه څېړل کېږي.
چارواکو د ماشوم پر ستوني د يوې پړسېدلې نښې له کبله دا اټکل کړی و، چې دی بالغ سړی دی. د مرسيسايد په سيمه کې د سېنټ هېلنز ښار چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دغه کډوال ښايي له ۲۳ تر ۲۵کلونو عمر ولري. خو د برېټانيا د کډوالۍ او پناه غوښتنې محکمې له څېړنو وروسته دغه ارزونه ناسمه وبلله او پرېکړه يې وکړه چې ياد ماشوم ته دې د هغه د قانوني لګښتونو د جبران په موخه ۲۵ زره پونډه تاوان ورکړل شي.
دغه افغان پناه غوښتونکی ماشوم چې نوم يې نهدی افشا شوی ويلي، ښوونځي ته نه و تللی، ځکه د ده د سيمې ښوونځی د جګړې له امله وران شوی و. نوموړي زياته کړې، چې پلار يې پوليس و او د طالبانو له ګواښ سره مخ و او له همدې امله دی اړ شو چې له افغانستان نه وتښتي.

