د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي (یکشنبه د تلې ۲۷مه) د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د روغتیا نړۍوال سازمان له استازو سره په کتنه کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د نړۍوالو له لوري د مرستو پر غوره مدیریت ټينګار وکړ.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه د روغتیایي او پراختیایي خدمتونو پر څرنګوالي، د روغتیا په برخه کې د مرستو او سرچینو پر غوره مدیریت، د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د لومړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو برابرولو او په چارو کې د دوامداره همغږۍ اړوند هم خبرې وشوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د یادو نړۍوالو ادارو استازو هم د دوامداره او مؤثرې همغږۍ ژمنه وکړه او په وینا یې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ او اصولو سره سم به د هېواد په داخل کې خپل خدمات تر سره کوي.

