د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د لارو له بندېدو سره سم، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې هم دوه تر درې برابره لوړې شوې، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، د کابل-اسلاماباد ترمنځ د ټکټ بیه ۱۴۰ ډالره ده او هېڅوک یې د لوړې پلورنې حق نهلري.
د وړمې پنجشنبې د تلې ۱۷مې راهیسې کله چې د پاکستان هوايي ځواکونو پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او تر هغې وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ جګړې پیل شوې، نو ورسره جوخت پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
د دغو لارو له تړل کېدو سره سم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مسافرو په وینا، د هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې تر درې برابره لوړې شوې او بالاخره د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اریانا- افغان هوايي شرکت او کام اېر هوايي شرکت ته امر وکړ، چې د ټکټونو وروستۍ بیه ۱۴۰ امریکايي ډالره ده او تر دې یې په لوړه بیه نهشي پلورلی.
د اریانا- افغان هوايي شرکت رييس بخت الرحمان شرافت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) هم په خپله اېکس پاڼه وویل: «څو چې د بولدک او تورخم دروازې خلاصېږي له کابل څخه اسلاماباد ته د اریانا- افغان او کام اېر دواړو شرکتونو د ټکټونو بیه ۱۴۰امریکایي ډالر ده، هېوادوال دې هېڅ ټرېول اېجنسۍ یا کوم بل ټکټ پلورونکي ته له ۱۴۰ ډالرو زیاتې نه ورکوي.»
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ویلي، چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي، خو لا هم روښانه نه ده چې د سپین بولدک او تورخم په ګډون نورې لارې به څه وخت د مسافرو پر مخ پرانېستل شي.

