د افغان کډوالو ملاتړ کوونکي ادارې افغان اېواک په یوه اعلامیه کې د امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالۍ ځانګړي ویزې (SIV) لرونکو افغانانو لپاره د الوتنو د بیا پیل کېدو هرکلی کړی. دا الوتنې چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په ملاتړ کېږي د کډوالو دP1، P2 او P3 قضیو لپاره نه عملي کېږي.
د یاد سازمان د بیان له مخې چې پرون خپور شوی، دا پروګرام ځینې ځانګړي شرطونه او محدودیتونه لري. یو محدودیت یې دا دی، چې له افغانستان څخه الوتنې نه لري.
دا الوتنې هغه مهال له کډوالو سره مرسته کوي، چې د هغه پاسپورټ او وېزه تایید شوې وي. دا پروګرام یوازې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی، چې له افغانستان څخه دباندې اوسېږي.
ویل شوي، دا ملاتړ یوازې د امریکا د ځانګړي مهاجرتي ویزې (SIV) لرونکو لپاره دی او د P، P2 او P3 کیس لرونکي افغانان پهکې نه دي شامل.
افغان ایواک وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د ډونالد ټرمپ د یوه فرمان له مخې ودرول شوی، خو یو شمېر غیر دولتي ادارو بیا هم لږ تر لږه ۵ زره افغانان مستقیمآ امریکا ته وړي دي.
دا اداره ټینګار کوي، چې دا بهیر باید د امریکا د حکومت په ملاتړ بېرته پیل شي، ځکه زرګونه نور افغان پناه غوښتونکي اوس هم په افغانستان کې پاتې دي، امریکا ته د تلو په تمه دي او غواړي چې خوندي ځای ته ولېږدول شي.

