شاه محمود میاخېل: د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د واقعي لویې جرګې رابلل دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د اوس وخت لپاره د یوې واقعي لویې جرګې رابلل اړین دي چې هم د پاکستان پر وړاندې ملي انسجام رامنځته او هم د افغانستان د راتلونکې نظام د مشروعیت لپاره د ملي اجماع له لارې زمینه مساعده شي.

شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپل اېکس کې وویل، د افغانستان لویې ننګونې د داخلي ستونزو حلول، د یو بل منل او د نفې او انحصار سیاست له‌منځه وړل دي او په وینا یې دغه ننګونې له یوه اساسي قانون پرته نه‌شي حلېدلای.

د میاخېل په خبره، طالبان د لویې جرګې، اساسي قانون، د خلکو د حقه حقونو او سیاسي فعالیتونو مخالف دي، خو واقعیت دا دی لکه څنګه چې څوک د طالبانو حاکمیت نه‌شي نفې کولی، طالبان هم د ملت غوښتنې نه شي نفې کولی او ملت باید په ټولو مسایلو کې د نظر، تایید او وینا حق ولري.

هغه همداراز زیاته کړې: «طالبانو له افغانستان نه یو لوی زندان جوړ کړی او د دغه حالت دوام به نیابتي رقابتونو او جګړو ته زمینه مساعده کړي لکه چې د تېرې اوونۍ حالاتو وښودله؛ افغانان هم مړ دي او هم پړ دي.»

د شاه محمود میاخېل په وینا، په داسې حال کې چې افغانان له طالبانو سره له مخالفتونو سره سره بیا هم د پاکستان د تیري او یرغل پر وړاندې ودرېدل او غږ یې اوچت کړ، خو د طالبانو یو شمېر مشران لا تر اوسه هم غلي دي.

هغه زیاتوي، افغانانو تل فرصتونه پر بحران بدل کړي خو که یو ځل دا فرصت بیا هم پر بحران بدل شي او طالبان د تېر په څېر په خپلو کړنو ودرېږي، عواقب به یې د ټولو لپاره ډېر خطرناکه وي او د موجوده او راتلونکو ټولو ستونزو او مصیبتونو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.

نور خبرونه

رادیو