د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د تقاعد د ورکړې درېیم پړاو پیل کړی او په درېیم پړاو کې به د سرحدونو او قبایلو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، حج او اوقافو وزارتونو او د دفاع وزارت د جنرالانو د تقاعد شویو کسانو معاشونه ورکړي.
دوی زیاتوي دا پروسه به د لړم میاشتې له ۵ څخه تر ۲۰ پورې په نوبت سره ورکړل شي.
د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې څلورو وزارتونو تقاعد شوي کسان باید د خپلو معاشونو د تادیې پروسې بشپړولو لپاره په ټاکل شویو نېټو کې د تقاعد د خزانې عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
ددغه وزارت د اعلامیې له مخې، د دې وزارتونو تقاعد شوي کسان پنځه ورځې وخت لري چې د تقاعد د خزانې ریاست ته مراجعه وکړي ترڅو د خپلو معاشونو د تادیې پروسه بشپړه کړي.

